پنجشېر کې ۲۰ پراختیایي پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې
د پنجشېر ولایت د کليو او پراختیا ریاست وایي، په دې ولایت کې د ۴۰ میلیون افغانیو په ارزښت د ۲۰ پراختیايي پروژو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.
د یاد ریاست په خبره، چې دغه پروژې د کرنې او ټرانسپورټ په برخو کې د ددې ولایت په ابشار ولسوالۍ کې پلي شوي دي.
په همدې حال کې د یاد ولایت د کلیو او پراختیا ریاست په خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې دغه پروژې د انساني مرستو همغږي کوونکې موسسې له لارې د نړیوال بانک او د افغانستان د بیارغونې وجهې صندوق په مالي ملاتړ تر سره او پای ته رسېدلې دي.