کابل کې د ایران نوي سفیر د بهرنیو چارو له وزیر سره کتلي
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې په کابل کې د ایران نوي ټاکل شوي سفیر علیرضا بیکدلي د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره کتلي دي.
د یاد وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیاء احمد تکل ویلي، چې د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي متقي د ایران نوي سفیر ته په چارو کې د بریالیتوب هیله کړې او د همکارۍ ډاډ یې ورکړی.
په ورته مهال په دې کتنه کې د ایران نوي سفیر بېکدلي هیله څرګنده کړې، چې د خپل ماموریت پر مهال په بېلابېلو برخو کې د کابل او تهران اړیکې پراخې شي.
د ايران نوي سفير زیاته کړې، چې د دواړو هېوادونو د اړيکو د لا پراختيا په موخه په پام کې لري په نږدې راتلونکي کې د تهران او کابل ترمنځ لوړ پوړي پلاوي سفرونه وکړي.
د یادونې وړ ده، چې وروستیو کې د افغانستان او ایران تر منځ سوداګریزې، اقتصادي او سیاسي اړیکې لوړې کچې ته پورته شوې دي.