د ا.ا سیاسي کمېسیون د سوریې او منځني ختیځ په تحولاتو خبرې کړې
له ارګ خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د افغانستان اسلامي امارت سیاسي کمېسیون د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په مشرۍ ناسته کړې او د سوريې او منځني ختيځ په وروستيو تحولاتو یې خبرې کړې دي.
خبر پاڼه کې ویل شوي، چې دې ناسته کې همداراز له ګاونډيو او د سيمې هېوادونو سره د اړيکو او تعامل په پراختیا او په افغانستان کې شويو سياسي، امنيتي او اقتصادي پرمختګونو بحث او خبرې شوې.
ارګ ویلي، چې سیاسي کمېسیون دې ناسته کې د غوره حكومتولۍ او د ولس او نظام ترمنځ د همغږۍ په زياتوالي هم بحث شوی.
یادې سرچینې زیاته کړې، چې د ناستې په پای کې د اړونده موضوعاتو په هکله لازم تصاميم هم ونيول شول.
د یادونې ده، چې تېره شپه اسلامي امارت د یوې اعلامیې له لارې تحریرالشام جهادي غورځنګ ته سوریه کې د بریا او واکمنۍ مبارکي ورکړه او هیله یې وښوده، چې یاد غورځنګ دې د انقلاب پاتې پړاونه په داسې ډول مدیریت کړي، چې د یوه امن، متحد او باثباته نظام خاوند شي.