کونړ کې د سوریې فتحه د قرآن کریم په ختم ونمانځل شوه

کونړ کې د سوریې فتحه د قرآن کریم په ختم ونمانځل شوه افغانستان
انځور حریت راډیو خبریال

کونړ ولایت کې عامو خلکو او قومي مشرانو د تحریر الشام جهادي غورځنګ له لوري د سوریې فتحه د قرآن کریم په ختم سره ونمانځله.

 

دوی د سوریې فتحه د ټول اسلامي امت ګډ هدف یاد کړ.

 

تر کونړ ورها خوا د هېواد په ګڼو ولایتونو کې هم د ولسونو له لوري د سوریې فتحه ونمانځل شوه او د سوریې ولس ته یې د دې سترې بریا مبارکي وویله.

 

د یادونې ده، چې تېره ورځ د سوریې تحریر الشام غورځنګ په سوریه حاکمیت ترلاسه کړ او په دې ډول یې د بشار الاسد رژیم نسکور کړ او واک د سوریې ولس لاسته وغورځېد.

تړلي موضوعات