د نړېوال بانک راپور ناسم دی؛ افغانستان زیاته اقتصادي وده کړې

د نړېوال بانک راپور ناسم دی؛ افغانستان زیاته اقتصادي وده کړې افغانستان
د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت دفتر

د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت د ۲.۷ سلنې اقتصادي ودې په اړه د نړېوال بانک راپور ناسم او له واقعیت لرې بللی دي.

 

اقتصادي معاونیت ویلي، د ۲.۷ سلنې اقتصادي ودې راپور ناسم دی، د افغانستان اقتصادي وده له دې زیاته ده.

 

اقتصادي معاونیت د بېکارۍ د زیاتېدو، د بنسټیزو پروژو په ټپه ولاړ حالت او د پانګونې محدودې کچې په تړاو د نړېوال بانک راپور ته په غبرګون د قوش تېپې ملي کانال، لویو لارو او بندونو جوړول، اوسپنې پټلۍ او د برېښنا تولید پروژو یادونې سره یې نړېوال بانک راپور ننګولی دی.

 

اقتصادي معاونیت ټینګار کړی، چې نړېواله ټولنه دې په واقع بینانه ډول افغانستان سره تعامل ته مخه کړي، چې په وینا یې افغانستان به لا زیات اقتصادي پرمختګ وکړي.

 

د یادونې ده، چې نړېوال بانک په یو راپور کې روان کال د افغانستان اقتصادي وده ۲.۷ سلنه ښودلې، خو اقتصادي معاونیت بیا دغه کچه له دې زیاته بولي.

تړلي موضوعات