د قرغزستان له سفیر سره په دوه اړخیزو اړیکو خبرې شوې
د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې د افغانستان سفیر سردار احمدشکېب دې هېواد کې د قرغزستان سفیر اوزبیک اتاخانوف سره کتلي.
اسلام اباد کې د افغانستان سفارت ویلي، دې کتنه کې د افغانستان او منځنۍ اسیا هېوادونو په ځانګړې توګه قرغزستان سره په دوه اړخیزو اړیکو، ګډو مشترکاتو، فرصتونو او شته ننګونو خبرې شوې دي.
د یادونې ده، چې قرغزستان د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته منځنۍ اسیا کې له افغان حکومت سره د ښو اړیکو پاللو ترڅنګ یې د ممنوعه ډلو له نوملړ څخه د اسلامي امارت نوم هم لرې کړی دی.