د ریاست الوزراء اداري مرستیال په رسمي سفر ازبکستان ته تللی
د ارګ په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د یو لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ ازبکستان ته په سفر تللی دی.
دغه سفر د ازبکستان په رسمي بلنه شوی دی.
ټاکل شوې اداري مرستیال د دې سفر په ترڅ کې د کابل او تاشکند ترمنځ د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او فرهنګي اړیکو د لا پياوړتیا او پراختیا په اړه خبرې وکړي.
اسلامي امارت ازبکستان ته د اداري مرستیال سفر ته هیله مند دی او وایي، دغه سفر به د دواړو هېوادو ترمنځ اړیکې په بېلابېلو برخو کې لا پراختیا ترڅنګ دواړو هېوادونو په ګټه به د پام وړ لاسته راوړنې ولري.