ترکیه افغانستان سره اړیکو ته په مثبت نظر ګوري
کابل کې د ترکیې سفیر جنګ اونال دغه څرګندونې د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي سره کتنه کې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د ترکیې سفیر دې کتنه کې د کابل او انقرې ترمنځ ډیپلوماټیکو اړیکو کې د لا پرمختګ هیله ښودلې او ویلي یې دي، چې افغانستان سره اړیکو ته په مثبت نظر ګوري.
دې کتنه کې د بهرنیو چارو وزیر د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډیپلوماټیکو اړیکو اوسنې وضعیت مثبت ارزولی او دې برخه کې یې د لا نورو رغنده ګامونو د پورته کېدو غوښتنه کړې ده.
دغه راز دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو برخه کې هم هر اړخیزې خبرې شوې دي.
دغه کتنه داسې مهال کېږي، چې د ترکیې حلال نندارتون کې د هېواد د صنعت او سوداګرۍ وزیر د ترکیې د سوداګرۍ وزیر سره د سوداګرۍ، ارتباطي او تخنیکي کمېټې په جووړلو هوکړې ده.