ملګرو ملتونو ا.ا.ا سره د هر اړخیز تعامل لپاره کاري ډله جوړه کړې
افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما د دوحې درېیمې ناستې هوکړې په پراساس اسلامي امارت سره د هر اړخیز تعامل لپاره همغږې کوونکې کاري ډله جوړه کړې.
یوناما ویلي، دغې ډلې په خپلې پرانېستې غونډه کې له نشه یي توکو سره په مبارزې خبرې کړې دي.
یوناما زیاته کړې، دغه ډله د افغانستان اوسني حکومت چارواکو سره د منسجم تعامل پروسه تعقیبوي.
افغانستان کې د یوناما مشرې روزا اوتونبایوا دې ناسته کې ویلي، نشه يي توکو سره مبارزه د افغانستان لپاره تر ټولو مهمه موضوع ده، چې سیمې په سوله او ثبات باندې اغېز لري.