د شهید الیاس له قاتلینو سره به د اسلامي شریعت له مخې چلند وشي

د شهید الیاس له قاتلینو سره به د اسلامي شریعت له مخې چلند وشي افغانستان
د شهید الیاس له قاتلینو سره به د اسلامي شریعت له مخې چلند وشي

ننګرهار ولایت ته د مولوي محمد رسول محمدي په مشرۍ د کورنیو چارو وزارت تللي پلاوي د شهید الیاس مومند د کورنۍ غړو ته ډاډ ورکړی چې د الیاس له قاتلینو سره به د اسلامي شریعت په چوکاټ کې چلند وشي.

د کورنیو چارو وزارت یاد پلاوي د مومند کورنۍ غړو ته د فاتحې تر څنګ د تسلیت او ډاډګېرنې مراتب وړاندې کړي او د رامنځته شوې پېښي د عاملینو د نیولو او د قانون له مخې د اقداماتو په ترسره کولو یې ټینګار کړی دی.

دتللي پلاوي مشر مولوي محمد رسول محمدي ویلي، چې د ماشوم الیاس مومند په تښتونې او په بې رحمانه ډول په شهادت رسولو مشران سخت خواشیني شوي او د شهيد کورنۍ غړو ته د کورنيو چارو وزير د هدايت له مخې سل زره افغانۍ د مرستې په توګه ورکړل شوي.

د شهید الیاس پلار انګار هم له ورغلي پلاوي او د حکومت له پاملرنې مننه کړې او غوښتنه یې کړې، چې اسلامي امارت دې د دوی د سترګو پر وړاندې د شریعت په رڼا کې د زوی قاتلین قصاص کړي، تر څو په رتلونکي کې د نورو خلکو ژوند وژغول شي.

تړلي موضوعات