القسام: ۱۵ اسرائيلي سرتېري مو له صفري واټنه په نښه کړي
د حماس جهادي غورځنګ پوځي څانګې «کتائب القسام» په خپلو وروستيو څرګندونو کې ويلي، چې ځواکونو يې د اسرائيلي اشغالګرو سرتېرو يوه پنځلس کسيزه ډله له صفري واټنه تر بريد لاندې نيولې ده او ټول يې يا وژلي يا ټپيان کړي دي.
سرچينې په ټلیګرام په خپل چېنل کې زياته کړې ده، چې لومړی يې دغه اسرائيلي سرتېري په پرسونل ضد RPG په نښه کړي دي او وروسته يې له صفري واټنه د وړو وسلو او لاسي بمونو تر بريد لاندې نيولي دي.
په يوه جلا خبر کې کتائب القسام ويلي، چې ځواکونه يې د جګړې له ليکو د راستنېدو پر مهال د اسرائيلو له يوې پلې قوې سره په جګړه کې ښکېل شوي او ټول يې وژلي يا ټپيان کړي دي.
بلخوا د حماس پوځي څانګې دغه راز ويلي، چې د غزې شمال لور ته جباليا پنډغالي کې يې د شهيد عماد جومات ته څېرمه په ۱۰۵ ياسين او ټانډوم توغنديو او تندريز بم د اسرائيلي سرتېرو دوه لېږدوونکي موټران او يو بلډوزر هم ويجاړ کړي دي.
کتائب القسام په دوو نورو بريدونو کې په هاوان د اسرائیلي هدفونو د په نښه کولو هم ويلي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې سيمه کې د اسرائيلي پوځ وحشت ښه په زور کې روان دی او هره ورځ د لسګونو بې ګناه فلسطينيانو د مرګ ژوبلې خبرونه خپرېږي. د فلسطين د روغتيا وزارت په وروستيو څرګندونو کې وويل، چې يوازې په تېرو څلرويشت ساعتونو کې د اسرائيلي اشغالګر پوځ په بريدونو کې ۵۱ تنه فلسطينيان شهيدان شوي او ۱۶۴ نور ټپيان شوي دي.