اسلامي امارت د نړۍ اندېښنو ته رسېدنه کړې

اسلامي امارت د نړۍ اندېښنو ته رسېدنه کړې سیاست
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د اروپایي ټولنې شارژدافیرې رونیکا بوسویک پوهار سره کتنه کې ویلي، اسلامي امارت د نړۍ هغو اندېښنو ته چې له افغانستان څخه یې د ګواښ پېښېدو برخه کې لري رسېدنه کړې.

 

سیاسي مرستیال له نړۍ سره د اسلامي امارت اړیکې د پراخېدو په حال کې بللې په خبره یې، د افغانستان حکومت ټولې نړۍ سره د مثبتو اړیکو غوښتونکی دی.

 

له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې سیاسي مرستیال له اروپایي ټولنې څخه د پراختیایي، د نشه یي توکو له منځه وړلو، بدیل کښت، کاري فرصتونو او د روږدو درملنې برخو کې له افغانستان سره د اروپایي ټولنې د مرستو زیاتېدو غوښتنه کړې.

 

دې کتنه کې رونیکا بوسویک پوهار ویلي، اروپایي ټولنه هڅه کوي، چې افغانستان کې خپل فعالیتونه په موثره توګه تر سره کړي.

تړلي موضوعات