زابل کې ۱۵۰۰ ځوانانو ته د حرفوي او فني زده کړو زمینه مساعدیږي

زابل کې ۱۵۰۰ ځوانانو ته د حرفوي او فني زده کړو زمینه مساعدیږي افغانستان
زابل کې ۱۵۰۰ ځوانانو ته د حرفوي او فني زده کړو زمینه مساعدیږي

د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایي، په پام کې لري چې د زابل ولایت د مرکز قلات ښار په ګډون د شینکۍ، اټغر او په ځینو نورو ولسوالیو کې ۱۵۰۰ ځوانانو ته د شپږ میاشتو لپاره د فن او حرفوي زده کړو زمینه برابره کړي.

یاد وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې دغو کسانو ته به په میاشتنۍ توګه ۶۴۰۰افغانۍ د مدد معاش په توګه هم ورکول کیږي.

دغه وزارت د زابل ولایت د کار اوټولنیزو چارو ریاست ته دنده سپارلې ، چې د دې ولایت د کار بازار اړتیاوو ته په کتو په شرایطو برابر ځوانان ور وپېژني چې په نږدې راتلونکې کې ورته د فن او حرفوي زده کړو زمینه برابره کړي.

د دې پروګرام موخه ځوانانو ته د کار زمېنې برابرول او د ماهرو کارګرو په څېر د کار بازار کې د هغوی شمولیت بلل شوی دی.

تړلي موضوعات