ملګري ملتونه دې نور د افغانانو ملکیت نه غصبوي
د افغانستان اسلامي امارت وایي، ملګري ملتونه دې د افغانستان څوکۍ اسلامي امارت ته وسپاري.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمد الله فطرت رسنیو ته په استول شوي، خبري کليپ کې ویلي، دا چې تر دې مهاله دغه څوکۍ غضب شوې دا وضعیت باید تغییر وکړي.
حمدالله فطرت د ملګرو ملتونو پر سازمان غږ کړی چې د افغانستان څوکۍ دې افغانانو ته پریږدي څو خپل حق ترلاسه او افغانستان ملګرو ملتونو کې خپل استازی ولري.
نوموړي دغه څرګندونې داسې مهال کړې، چې د څه باندې درېیو کلونو په تېرېدو سره لاهم اسلامي امارت ته په ملګرو ملتونو سازمان کې د افغانستان څوکۍ نه ده سپارل شوې او د تېرې پرځېدلې ادارې استازی پرې ناست دی.