سهیل شاهین قطر کې د چین سفیر سره د سوداګرۍ او پانګونې په اړه خبرې کړې
قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین دې هېواد کې د چین سفیر کاو شیائولین سره کتلي دي.
ښاغلي شاهین په خپله اېکس پاڼه لیکي، چې دې کتنه کې یې په دوه اړخیزو اړیکو، غوره ګاونډیتوب، سوداګرۍ او پانګونې په اړه خبرې اترې کړې دي.
دغه راز نوموړي په افغانستان کې د ای سي ار سي د پلاوي مشرې کتارینا ریتز سره هم د بشري مرستو، روغتیایي سکټور او اقلیمي بدلون په اړه هم خبرې کړې دي.