ملګرو ملتونو او قطري چارواکو د دوحې ۴ مې ناستې په جوړېدو ټینګار کړی

ملګرو ملتونو او قطري چارواکو د دوحې ۴ مې ناستې په جوړېدو ټینګار کړی سیاست
انځور ډیزاین حریت راډیو

د قطر بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، ملګرو ملتونو کې د قطر دایمې استازې علیا بنت احمد د ملګرو ملتونو سرمنشي مرستیالې رزماري دیکارلو سره خبرو کې د دوحې درېیمې ناستې له مثبتې انګېزې په استفادي د دې پروسې څلورمې غونډې په جوړیدو ټېنګار کړی دی.

 

تر دې وړاندې مولوي ذبیح الله مجاهد چې دوحې درېیمه ناسته کې یې د افغان پلاوي په مشرۍ ګډون کړی و، هغه یې له لاسته راوړنو ډکه بللې وه.

 

د دوحې په درېیمه ناسته کې چې د لسګونو هېوادونو او نړېوالو سازمانونو استازو په کې برخه اخېستې وه، ګډونوالو یې د افغانستان پر بانکي او اقتصادي سکټور د محدودیتونو لرې کولو ژمنه ورکړې وه.

تړلي موضوعات