نن د جوزجان یتیم تاق کې د ۱۶۳ میلیونه ډالرو پانګونې قرارداد لاسلیک کېږي

نن د جوزجان یتیم تاق کې د ۱۶۳ میلیونه ډالرو پانګونې قرارداد لاسلیک کېږي بیارغونه او پراختیا

د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت خبر ورکړی، چې نن د جوزجان ولایت یتیم تاق سیمه کې د ۷۷ ترکي شرکت سره د سيمنټو تولیدي فابریکې قرارداد لاسلیک کېږي.

اقتصادي معاونیت وايي، چې یاد شرکت به په دې فابریکې ۱۶۲ میلیونه ډالره پانګونه کوي.

یاده حکومتي سرچینه زیاتوي، چې دا پروژه به نن د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند او کانونو او پټرولیم وزارت او ۷۷ ترکي شرکت مسؤلینو په شتون کې پرانېستل شي.

د یادونې وړ ده، چې وروستیو کې د سیمنټو برخه کې د ځان بسیاینې لپاره ګڼې پروژې پرانېستل شوې، چې بشپړېدو سره به یې هېواد دې برخه کې تر ډېره یا بشپړ په ځان بسیا شي.

تړلي موضوعات