قطر سره د هوایي پروازونو د پیل هوکړه لاسلیک شوه

قطر سره د هوایي پروازونو د پیل هوکړه لاسلیک شوه افغانستان
قطر سره د هوایي پروازونو د پیل هوکړې د لاسلیک مراسم

د قطر هېواد پلازمېنه دوحه کې د اسلامي امارت سفارت خبر ورکړی، چې د افغانستان او قطر ترمنځ د هوایي پروازونو د پیل برخه کې هوکړه لاسلیک شوه.

 

د دغې هوکړې له مخې به د افغانستان او قطر ترمنځ مستقیم پروازونه پیلېږې.

 

دغه هوکړه د اسلامي امارت له لوري د افغانستان د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت مرستیال ملا عبدالسلام حیدري او د قطر هوایي ملکي چلند ادارې سرپرست محمدفالح الهاجري له لوري لاسلیک شوه.

 

دې مراسمو کې د قطر د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزیر جاسم بن سیف السیلطي او دوحه کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر ډاکټر محمدنعیم هم شتون درلود.

 

د یادونې وړ ده، چې وروستیو کې څو اسیایي هېوادونو افغانستان سره بیرته مستقیمې الوتنې پیل کړې، چې د هېوادوالو له هرکلي سره مخ شوې.

تړلي موضوعات