له کتاب پلورنځيو د راټول شوو ممنوعه کتابونو بديل ورکول کيږي
اطلاعات او کلتور وزارت په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، ددغه وزارت اړوند «بیهقي» کتاب خپرولو ریاست له لوري د هېواد په ګڼ شمېر ولایتونو کې له کتاب پلورنځیو څخه د راټول شویو ممنوعه کتابونو په بدل کې کتاب پلورونکو ته قرانکریم، تفسیرونه او نور کتابونه ورکول کیږي.
د خپرندویه ټولنو او کتاب پلورونکو ستونزو ته د رسېدنې په موخه اسلامي امارت پلان لري چې دغې برخې ته په خپل تشکیل کې آمریت اضافه او ځانګړې کمېته جوړه کړي.
ورته مهال د ریاست الوزراء مقام ته اړوندو مسؤلینو د خپرندویه ټولنو او کتاب پلورونکو لپاره د ځانګړي مارکېټ جوړولو وړاندیز هم شوی.
د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو سره سم په هېواد کې د اطلاعات او کلتور وزارت له لوري د کتاب ارزونې کمیسیون تر دې مهاله شاوخوا ۴۰۰ ټوکه هغه کتابونه په نښه شوي چې له اسلامي او افغاني ارزښتونو سره په ټکر کې وو، له ډلې یې ډېر شمېر له بازارونو راټول او په بدل کې یې قرآنکریم، تفاسیر او نور ګټور کتابونه ورکول کیږي