د ښاروالیو عواید ملي بودېجې او یا کوم بل ولایت ته نه انتقالیږي

د ښاروالیو عواید ملي بودېجې او یا کوم بل ولایت ته نه انتقالیږي افغانستان
د چارو ادارې د ښاروالیو چارو د سمون عمومي رئیس مولوي محمداسحاق اخندزاده

د چارو ادارې د ښاروالیو چارو د سمون عمومي رئیس مولوي محمد اسحق اخندزاده غور ولایت کې ویلي، ښاروالۍ یو غیر بودېجوي واحد دی او عواید یې ملي بودېجې او یا کوم بل ولایت ته نه انتقالېږي.

 

مولوي محمد اسحاق اخندزاده د غور ولایت مسئولینو سره کتنه کې ویلي، د هر ولایت د ښاروالۍ ترلاسه شوي عواید به بېرته په همغه ولایت کې مصرفیږي.

 

نوموړي له ښاروالیو سره د هر راز اصولي همکارۍ ډاډ ورکړی په خبره یې، هغه ولسوالۍ چې ښاروالۍ نه لري او عواید یې د ښاروالۍ د ایجاد لایحې مطابق وي، باید ښاروالۍ په کې جوړې شي.

 

د ښاروالیو چارو د سمون عمومي رئیس غور ولایت ته د خپل سفر موخه د غور ښاروالیو د فعالیتونو ارزونه، د امارتي ادارو ترمنځ د همغږۍ او همکارۍ پراختیا، د ښاروالیو حقوقي حیثیت تشریح کول او د ښاروالیو اړوند د ټولنې بېلابېلو قشرونو ستونزو  ته رسېدنه یاده کړې.

تړلي موضوعات