بلخ کې ۱۵۰۰ تنو ته د زده کړو زمینه برابره شوې

بلخ کې ۱۵۰۰ تنو ته د زده کړو زمینه برابره شوې بیارغونه او پراختیا
په بلخ ولایت کې یو معیاري ښوونځی

په بلخ ولایت کې د یو معیاري ښوونځي پر جوړېدو سره کابو ۱۵۰۰ تنو ته د زده کړو زمینه برابره شوې.

دغه ښوونځی، چې د ترکیې د همکارۍ او همغږۍ ادارې یا ټیکا موسسې په مالي مرسته جوړ شوی او په ټولو ښوونیزو توکو او کمپیوټر لېب سمبال دی، چې په مرسته یې شاوخوا ۱۵۰۰ زده کوونکو ته د باکیفیته زده کړو زمینه برابره شوې ده.

د يادې موسسې مسؤلینو د ښوونځي د پرانېستې په مراسمو کې ډاډ ورکړی، چې له افغانستان سره به په بېلابېلو برخو کې خپلو همکاريو ته دوام ورکړي او زياته کړې یې ده، چې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې به له ښوونيزو پروژو ملاتړ وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د یادې مؤسسې مسؤلینو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کلتور او هنر مرستیال سره په لیدنه کې ویلي و چې دغه اداره پلان لري چې د مولانا د پلار مدرسه او خانقاه په بلخ کې بیا ورغوي.

تړلي موضوعات