کابل کې د نږدې ۲۳ مېګاواټه لمريزې برېښنا د تولید پروژه پرانېستل شوه

کابل کې د نږدې ۲۳ مېګاواټه لمريزې برېښنا د تولید پروژه پرانېستل شوه افغانستان
سروبې کې د لمریزې برېښنا پروژه

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د دې پروژې د پرانېستي مراسمو کې ویلي، د یادې پروژې په بشپېړېدو سره به افغانستان د برېښنا په برخه کې ځان بسیاینې ته یو ګام نور هم نږدې شي.

ملاعبدالغني برادر ویلي، اسلامي امارت ټولو په ځانکړې ډول برېښنا سکټور برخه کې د پانګونې هرکلی کوي.

دې غونډه کې د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرائیه رئیس عبدالباري عمر ویلي، د اسلامي امارت بیا واکمنېدو سره هره ورځ هېوادوالو ته د ابادۍ زېري ورکول کیږي په خبره یې، د برېښنا په برخه کې به نیمګړې پلان شوې پروژې هم پیل شي.

د ۲۲.۷۵ میګاواټه لمریزې برېښنا دغه پروژه د کابل سروبې ولسوالۍ کې د ۱۸.۲ میلیونه ډالرو په لګښت پیل شوه، چې تر راتلونکي یوه کال پورې به یې د رغولو چارې پشپړې شي.

د یادونې وړ ده، چې افغانستان د شاوخوا ۳۲۰ زره مېګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت لري، خو لا هم دغه هېواد د اړتیا وړ برېښنا له نورو هېوادونو څخه تر لاسه کوي.

تړلي موضوعات