پر افغانستان د امریکا یرغل لویه تېروتنه وه

پر افغانستان د امریکا یرغل لویه تېروتنه وه افغانستان
انځور ارشیف

اسلامي امارت د اکتوبر ۷ مې ته په غبرګون ویلي، دا د هېواد په تاریخ کې یوه توره ورځ او پر افغانستان د امریکا یرغل ظالمانه و.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت ویلي، د دې یرغل په پایله کې زرګونه افغانان شهیدان، ټپیان، زندانیان او بې کوره شوي دي.

حمدالله فطرت ویلي، اشغالګرې امریکا او ملاتړو یې پوره شل کاله پر افغانانو خپل لاسپوڅي مسلط کړل، چې بلاخره له شلو کلونو وروسته دې پایلې ته ورسېدل، چې پر افغانستان یرغل یې لویه تېروتنه وه.

امریکا او ملاتړو یې له نن څخه ۲۳ کاله وړاندې پر افغانستان یرغل وکړ، او پوره شل کاله یې په افغانستان کې له هیڅ ډول ناخوالو څخه مخ ونه ګرځاوه.

د افغانستان جګړه د امریکا په تاریخ کې تر ټولو اوږده جګړه وه چې بلاخره د اسلامي امارت مجاهدینو او افغان ملت سرښندونکې جهادي مبارزې په پایله کې د ۲۰۲۱ کال د اګست په ورستیو کې اخري یرغلګر عسکر له افغانستان ووت او په دې ډول یې خپل شل کلن خونړی ماموریت امریکا په بې شرمۍ او نړېوال حیثیت بایللو سره پای ته ورساوه.

تړلي موضوعات