اسرائیلو ته د ایران د ولسمشر خبرداری؛ د موسوي د وژنې پور به پرې کړئ
د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي د ایران سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو یو جګپوړی غړي سید رضا موسوي وژل کېدو غبرګون کې ویلي، چې اسرائیل به د دې جنایت پور پرې کړي.
بلخوا سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو هم اسرائیلو ته ګواښ کړی، چې د خپل مشر د وژل کېدو غچ به اخلي.
سید رضا موسوي تېره ورځ د سوریې پلازمېنې ته نږدې د اسرائیلو توغندیز برید کې وژل شوی دی. د ایران مهر خبري اژانس سوریه کې د ایران سفیر حسین اکبري له قوله ویلي، چې د مسوي استوګن ځای درې توغندي ویشتل شوی دی او ودانۍ له منځه تللې ده.