د اسرائیلو د زوال پړاو؛ تازه د یمن او لبنان له لوري پرې توغندیز بریدونه شوي
اسرائیلي رسنیو خبر ورکړی، چې د ایران له پراخو بریدونو وروسته سهار مهال یمن او لبنان هېوادونو پر اسرائیلو ( اشغال شوي فلسطین) توغندیز بریدونه ترسره کړي دي.
د اسرائیلو ۱۲ چینل او اسرائیلي پوځ ویلي، چې د لبنان څخه ۵۰ توغندي د اسرائیلو په لور توغول شوي.
اسرائیلو ویلي، چې د دې برید په لړ کې تر ۱۰ پورې ګڼ مېشتې ودانۍ ویجاړې شوې خو د مرګ ژوبلې په هکله یې څه نه دي ویلي.
بلخوا يمن کې د حوثیانو ډلې ویاند یحیی سریع په تازه پیغام کې ویلي چې د اسرائیلو په لور یې توغندي ویشتلي دي.
د یادونې وړ ده، چې اسرائیل اشغالګر له تېرې شپې راهیسې د ایران، یمن او لبنان هېوادونو له لوري له پراخو توغندیزو بریدونو سره مخ شوي دي؛ چې ګڼ پوځي مرکزونه، ګڼ مېشتې سیمې او اډې یې ویجاړې شوې دي.