اسرائيلي اشغالګر ځواکونه د غزې خان یونس له ختیځ په شا شوي

اسرائيلي اشغالګر ځواکونه د غزې خان یونس له ختیځ په شا شوي نړۍ
انځور ارشیف

د الجزیرې تلوېزیون د خبر له مخې، د اسرائیلو اشغالګر ځواکونه د غزې خان یونس ښار ختیځ کې تر ځمکنیو عملیاتو وروسته په شا شوي.

سېمه کې د الجزېرې خبریال د معلوماتو له مخې، تر دې مهاله سېمه کې  له ۳۰ د زیاتو شهیدانو جسدونه پیدا شوي دي.

دا جسدونه وروسته له هغې موندل کېږي، چې تر دې وړاندې هم اشغالګر ځواکونو په ورته نورو عملیاتو کې په زرګونو بې ګناه وګړي په نښه کړي، چې وروسته یې جسدونه په ډله ییزو فبرونو کې موندل شوي.

د غزې خان یونس ښار ختیځ څخه اشغالګر ځواکونه وروسته له هغې شاتګ کوي، چې تېره شپه ایران پر اسرائیلو پراخ توغندیز بریدونه وکړل، چې د غزې خلکو مړاوې هیلې یې تازه کړلې.

تړلي موضوعات