د ایران صبر تمام شو؛ سلګونه بالستیک توغندي د تل ابیب مېلمانه شول!

د ایران صبر تمام شو؛ سلګونه بالستیک توغندي د تل ابیب مېلمانه شول! نړۍ

ایران نن شپه پر اسرائیلو ځنډېدلی پراخ برید پیل کړ او سلګونه بالستیک او نور توغندي یې پر تل ابیب وویشتل. 
د ایران سپاه پاسداران خبر ورکړی، چې د یادو توغندیو پر مټ یې اسرائیلو کې ګڼ پوځي او نظامي مراکز او اډې په نښه کړې دي.

بلخوا د اسرائیل اشغالګر رژیم رسمي راډیو په ډاګه کړې چې ایران تر ۲۵۰ پورې بالستیک توغندي په اشغال شویو فلسطیني سیمو توغولي چې له امله یې په ټول اسرائیل کې د خطر زنګونه وهل شوي او ملیونونه خلک خوندي ځایونو ته د تګ هڅې کوي.

اسرائیلو راډیو منلې، چې برید په لړ کې ځيني اسرائیلي پوځي مراکز  په نښه شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې د تل أبیب استشهادي بریدونو او د ایران لخوا په اسرائیلو د پراخو بالستیک توغونديو برید وروسته د فلسطین په ټولو سیمو کې خلکو خوښي څرګنده کړې ده.

تړلي موضوعات