پاکستان دې ژر تر ژره بلوچستان کې داعش مرکزونو پر وړاندې اقدام وکړي

پاکستان دې ژر تر ژره بلوچستان کې داعش مرکزونو پر وړاندې اقدام وکړي سیاست
انځور ارشیف

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد وایي، د داعشي خوارجو ډلې څخه د استخباراتي کړیو استفاده د سیمې د بې ثباته کولو په معنا ده.

ښاغلي مجاهد له بي بي سي راډیو سره په مرکه کې د پاکستان له حکومت غوښتي، چې ژر تر ژره دې بلوچستان کې د دې ډلې د مرکزونو پر وړاندې اقدام وکړي.

ذبیح الله مجاهد ویلي، کابل، بامیانو او دایکنډي کې د وروستیو پېښو عاملانو تر نېول کېدو وروسته د اسلامي امارت څېړنو وښوده، چې دغه کسان د ډیورڼد فرضي کرښې له هغې غاړې بلوچستان څخه افغانستان ته راغلي دي.

ښاغلي مجاهد د پاکستان بلوچستان کې د خوراجو ډلو پټنځایونو او روزنیزو مرکزونو ته په اشارې ویلي، دا ډول فعالیتونه او د سیمې بې ثباته کول د هیچا په ګټه نه دي، چې باید مخنیوی یې وشي.

د اسلامي امارت ویاند وروسته له هغې دا څرګندونې کوې چې تازه ځانګړو ځواکونو کابل او جلال اباد کې هغه کسان ونیول چې کابل، بامیان او دایکنډي کې یې بریدونه طرحه کړي وو.

تړلي موضوعات