نېپال کې اورښتونو او ځمکې ښویدنې ۱۹۳ کسان مړه او لسګونه نور لا درکه کړي

نېپال کې اورښتونو او ځمکې ښویدنې ۱۹۳ کسان مړه او لسګونه نور لا درکه کړي نړۍ
انځور ارشیف

اسوشېټيډ پرس خبري اژانس د خبر له مخې د توندو ورښتونو وروسته نېپال پلازمېنه کټمنډو کې زورور سېلاوونه راغلي چې ور سره د دې ښار نظم ګډوډ او له نورو ښارونو سره یې وصلېدونکې لویې لارې په زیاته کچه زیانمنې شوې دي.

د نېپال د اضطراري حالاتو پر وړاندې د مبارزې ادارې ویلي، ټول هېواد کې د شویو ورښتونو په پایله کې کم تر کمه ۱۹۳ کسان مړه او ۵۹ نور نادرکه دي

نیپال کې له تېرو درېیو ورځو ښوونځي بند دي.

د نېپال کورنیو چارو وزارت ویاند رشي رام تیواري ویلي، د سېلاب او ځمکې ښویدنې له امله ډېری لویې لارې بندې شوې او مرکز کټمنډو د هېواد نورو سېمو سره اړېکه پرې شوې ده.

دا له ۱۹۷۰ کال راهېسې په نېپال کې تر ټولو سخت اورښتونه دي، چې په پلازمېنه کټمنډو کې تر ۲۴۰ ملي لېټرو باران ریکارډ شوی دی.

تړلي موضوعات