د حسن نصرالله په اړه اسرائیلو ته اطلاعات د ایران نفوذي کس ورکړي

د حسن نصرالله په اړه اسرائیلو ته اطلاعات د ایران نفوذي کس ورکړي نړۍ
انځور ډیزاین حریت راډیو

لوپاریزین فرانسوې ورځپاڼې خبر ورکړی، چې د لبنان ضاحیه کې د حزب الله ډلې مخکېني مشر حسن نصر الله په اړه یوه ایراني نفوذي کس اسرائیلو ته معلومات ورکړي.

لوپازین د لبنان یوې امنیتي سرچینې له قوله ویلي، صهیونیستي رژیم ته بیروت سویل ضاحیه کې د حسن نصرالله د شتون په اړه د یوه ایراني نفوذي کس په وسیله یوه ورځ تر له مخه خبر ورکړل شوی دی.

دغې سرچېنې د نوم نه اخېستلو په شرط لوپارزین ورځپاڼې ته ویلي، اسرائیلو په ټول توان سره په دغه ځای برید کړی او نه یې غوښتل موخه له لاسه ورکړي.

د حزب الله مخکېنی مشر حسن نصرالله بیروت سویل ضاحیه سیمه کې د هوايي برید په مهال وژل شوی، دا برید په هغه شپږ پوړیزه ودانۍ شوی چې د حزب الله ډلې مرکزي دفتر په کې فعالیت درلود.

تړلي موضوعات