جوبایډن سیمه کې د پراخې جګړې د پیل خبرداری ورکړی

جوبایډن سیمه کې د پراخې جګړې د پیل خبرداری ورکړی نړۍ
انځور ارشیف

د امریکا ولسمشر جوبایډن د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره خبرو کې د پراخې جګړې د پیل خبر ورکړی دی.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د امریکا ولسمشر له قوله خبر ورکړی، چې د لبنان د حزب الله مشر وژل کېدل به په سیمه کې د جګړې اور نور هم پراخ کړي.

بایډن نتنیاهو سره په خبرو کې له نوموړي غوښتي، چې له حزب الله سره په جګړه کې له زغم کار واخلي.

په ورته مهال د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي، د اسرائیلو اشغالګر رژیم لبنان کې د نسل وژنې سیاست پر مخ بیايي او له  صهیونیست رژيم یې غوښتي چې د نسل وژني سیاست له پراخېدو لاس په سر شي.

دغه څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي، چې د اسرائیلو اشغالګر رژيم وړمه ورځ د لبنان حزب الله مرکزي دفتر په پراخو او درنو هوایي بریدونو په نښه کړ، چې په پایله کې یې د حزب الله مخکېني مشر حسن نصر الله په شمول د دې ډلې مخکښ غړي ووژل شول.

تړلي موضوعات