د افغانستان له اوسنیو واکمنانو سره له خبرو پرته بله لاره نشته
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د روسیې، پاکستان، ایران او چین د بهرنیو چارو وزیرانو د ملګرو ملتونو ۷۹یمې سرمشریزې څنډه کې د افغانستان په اړه خبرې کړې دي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په خپله اېکس پاڼه دې لیدنې په اړه ویلي، دې څلور اړخیزه ناسته کې د افغانستان د روان وضعیت په اړه خبرې شوې دي.
په خبر کې ویل شوي، چې د غونډې ګډونوال دې پايلې ته رسېدلي، چې د افغانستان اوسنیو واکمنانو سره له خبرو او مشارکت پرته بله حل لاره نه ویني.
د افغانستان په تړاو دغه څلور اړخیزه غونډه د ایران په غوښتنه جوړه شوې ده.