افغانستان سویلي افریقا ته په دویمه لوبه کې هم ماتې ورکړه
د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې سویلي افریقا ته په خپله دویمه یو ورځنۍ سیالۍ کې د ۱۷۷منډو په توپیر ماتې ورکړه.
افغانستان د ۵۰ اورونو په لوبولو سره د څلور ویکټو په زیان سویلي افریقا ته د ۳۱۱منډو هدف ورکړ.
په مقابل کې په دویمه پاڼۍ کې جنوبي افریقا په ۳۴ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یوازې ۱۳۴منډې وکړې او لوبه یې د ۱۷۷منډو په توپیر افغان لوبډلې ته بایلوده.
دې لوبه کې د افغانستان لپاره په توپوهنه کې رحمان الله ۱۰۵، عظمت الله عمرزي۸۶ او رحمت شاه ۵۰ منډې وکړلې.
په ورته مهال د افغانستان لپاره په توپ اچونه کې راشد خان د ۱۹منډو په ورکولو سره د سیالې لوبډلې پنځه لوبغاړي وسوځول او د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه یې ترلاسه کړه.
د یادولو ده، چې افغان لوبډلې د سویلي افریقا پر وړاندې په خپله لومړۍ لوبه کې هم د شپږ ویکټو په توپیر ماتې ورکړې وه.