متقي: د ایران او افغانستان سیاسي او اقتصادي اړیکي به نورې هم پراخې شي

متقي: د ایران او افغانستان سیاسي او اقتصادي اړیکي به نورې هم پراخې شي سیاست
ارشیف: د افغانستان او ایران بهرنیو چارو وزیران

د افغانستان بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي وایي، دا مهال د افغانستان او ایران ترمنځ سیاسي اړیکې ښې دي او د دواړو هېوادونو سفارتونه او قونسلګرۍ فعاله دي.

مولوي امیرخان متقي ایران کې په خپله تازه مرکه کې زیاته کړې، په اقتصادي برخه کې هم ورځ تر بلې اړیکې په ښه لور روانې دي او د دواړو هېوادونو هڅه داده، چې څنګه په بېلابېلو برخو کې پرمختګ وکړي.

نوموړي ویلي، دواړه هېوادونه ژمن دي چې د رېل پټلۍ، سړکونو او واخان لارې جوړېدو په برخه کې په کډه کار وکړي په خبره یې، هیله ده چې تر راتلونکو کلونو په دې برخه کې ښه پرمختګونه ولرو.

ښاغلي متقي د ایران چابهار بندر د دواړو هېوادونو لپاره مهم وباله چې دا مهال افغانستان هڅه کوي چې ترې استفاده وکړي او همداراز ایران هم د افغانستان له لارې له منځنۍ اسیا او چین سره وصل شي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزیر ایران ته د اسلامي امارت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر سفر او په ځینو مواردو کې د هوکړو لاسلیک ته په اشارې سره وویل، چې بېلابېلې ګډې کمېټې ورته ټاکل شوې چې ژر تر ژره به یې ښې پایلې ترلاسه کړو.

تړلي موضوعات