جاپان تیار دی نړۍ سره د اسلامي امارت د اړیکو عادي کېدلو برخه کې همکاري وکړي

جاپان تیار دی نړۍ سره د اسلامي امارت د اړیکو عادي کېدلو برخه کې همکاري وکړي سیاست
جاپان تیار دی نړۍ سره د اسلامي امارت د اړیکو عادي کېدلو برخه کې همکاري وکړي

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په کابل کې د جاپان سفير او د جاپان د ساساکاوای سولې بنسټ پلاوي سره وکتل.

په دې کتنه کې، چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو پخواني استازي تادامیچي یاماموتو هم حضور درلود، مولوي عبدالسلام حنفي په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره د جاپان د مرستو او همکاریو او په ځانګړي ډول د ډاکتر تیتسو ناکامورا د خدمتونو او کړنو ستاینه وکړه.

مولوي عبدالسلام حنفي نشه یي توکي د افغانستان او نړۍ لپاره یو لوی خنډ بللی او زیاته کړې یې ده، چې اسلامي امارت د نشه یي توکو کر، تولید، قاچاق او استفاده منع کړې، چې دا يوه لويه لاسته راوړنه بلل کېږي.

 

نوموړي ټینګار کړی چې اجازه به ور نه کړي چې د افغانستان له خاورې د کوم هېواد پر ضد فعالیت وشي په خبره یې، اسلامي امارت غواړي له ټولو هېوادونو سره د متقابل احترام او تعامل پر اساس نېکې او ښې اړيکې ولري.

په دې کتنه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو پخواني استازي تادامیچي یاماموتو پخپلو خبرو کې وویل نړۍ سره د اسلامي امارت د اړیکو عادي کېدل د افغانستان او نړۍ په ګټه دي او جاپان تیار دی چې په دې برخه کې همکاري وکړي.

بلخوا د جاپان د ساساکاوای سولې بنسټ رئیس اتسوشي سونامي په افغانستان کې سراسري امنیت ته په اشارې سره وویل، په افغانستان کې د سرتاسري امنیت تامین د دې لامل شوی، ترڅو په افغانستان کې د روغتیا، پوهنې، کرنې او اوبو لګولو او نورو برخو کې خپل فعالیتونه پیل کړي. 

همداراز په دې لیدنه کې د جاپان سفیر هم ویلي، جاپان له افغانستان سره له ۵۸ میلیون ډالرو څخه زیاته مرسته کړې او د خوراکي توکو او راستنېدونکو کډوالو په برخو کې به هم مرسته وکړي.

تړلي موضوعات