مولوي امیرخان متقي له خپل ایراني سیال حسین امیر عبداللهیان سره کتلي
تېره ورځ د افغانستان بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي له خپل ایراني سیال حسین امیر عبداللهیان سره د هغه په کاري دفتر کې کتلي او په ځینو موضوعاتو یې خبرې اترې کړې دي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وايي، چې په دې ناسته کې ښاغلي عبداللهیان په سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو کې د لاپیاوړتیا په موخه د موثره اقداماتو لوړېدا ترڅنګ د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډيپلوماټیکو اړیکو کچې په لوړېدا خبرې کړې دي.
بلخوا دې کتنه کې مولوي امیرخان متقي په ایران کې د افغان بندیانو او کډوالو د وضعیت او ستونزو د حل په موخه یاد ایراني چارواکي سره غږېدلی او ایراني لوري په یاد شویو مواردو کې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
د یادونې وړ ده، چې د افغانستان بهرنیو چارو وزیر د ایران هېواد په رسمي بلنه دوه ورځې وړاندې تهران کې د فلسطین قضیې په اړه نړېوال کنفرانس کې د ګډون په موخه یاد هېواد ته تللی دی، چې کنفرانس کې د کډون سربېره یې ځینو ایراني چارواکو سره هم کتلي دي.