د ۱۲۲ هېوادونو وزیرانو کنفرانس کې د افغان چارواکي وینا؛ چاته د لاسوهنې اجازه نه ورکوو

د ۱۲۲ هېوادونو وزیرانو کنفرانس کې د افغان چارواکي وینا؛ چاته د لاسوهنې اجازه نه ورکوو افغانستان
د کورنیو چارو وزارت مرستیال چین د کورنیو چارو وزیرانو نړېوال کنفرانس کې

د کورنیو چارو وزارت مرستیال مولوي محمدنبي عمري چین کې د ۱۲۲ هېوادونو د کورنیو چارو وزیرانو په ګډون جوړ شوي نړېوال کنفرانس ته په خبرو کې ویلي، افغانستان به هیڅ هېواد ته هم په خپلو کورنیو چارو کې د لاسوهنې اجازه ور نه کړي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع ویلي، د چین لیان یونګ ښار په کوربتوب دې کنفرانس کې ښاغلي عمري د افغانستان اسلامي امارت په استازیتوب ګډون او وینا کړې ده.

مولوي محمدنبي عمري په خپلو خبرو کې ټینګار کړی، چې افغانستان په یوه امن هېواد بدل شوی او هغه ډلې چې کورني او نړېوال امنیت ته ګواښ دي وجود نه لري.

ښاغلي عمري د دې کنفرانس څنډه کې له چینایي چارواکو او یو شمېر هېوادونو له استازوسره هم خبرې اترې کړې دي.

تړلي موضوعات