توریزم د هېوادونو ترمنځ د اړیکو په پراختیا کې مهم رول لري

توریزم د هېوادونو ترمنځ د اړیکو په پراختیا کې مهم رول لري افغانستان
د اطلاعاتو کلتور وزیر د کلتور یووالي غونډه کې

د هېواد د اطلاعاتو او کلتور وزیر ملا خیرالله خیرخواه سن پیټرزبرګ کې د کلتوري یووالي ناستې څنډه کې د ازبکستان د کلتور وزیر ازادبیک اف سره کتلي. 

دې کتنه کې دواړو لوریو د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د ګرځندوی صنعت پر ودې او پراختیا ټینګار کړی دی. 

افغان وزیر په افغانستان کې موجوده امنیت په هېواد کې د ګرځندوی ودې لپاره مناسب فرصت بللی دی. 

بلخوا د ازبکستان د کلتور وزیر ازادبیک اف د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سیاسي او کلتوري اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کړی او ژمنه یې کړې، چې هېواد یې افغانستان سره د ګرځندوی ودې صنعت برخه کې د خپلو تجربو شریکولو کې مرسته وکړي.

تړلي موضوعات