دښمن د اسلامي امارت د ضعیفه کولو لپاره په لټه کې دی

دښمن د اسلامي امارت د ضعیفه کولو لپاره په لټه کې دی افغانستان
د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني

د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني او د امربالمعروف او نهي عن المنکر وزیر شیخ محمدخالد حنفي د مجاهدینو ظرفیت لوړونې سیمینار کې د ګډون لپاره کونړ ولایت ته سفر کړی دی. 

خلیفه سراج الدین حقاني دې سیمینار کې ویلي، دښمن په دې لټه کې دی، چې اسلامي امارت ضعیفه کړي. 

ښاغلي وزیر په خپلو خبرو کې د مجاهدینو ترمنځ پر یووالي ساتنې ټینګار کړی، په خبره یې، دښمن د مجاهدینو ترمنځ د فکري او مذهبي اختلافونو د رامنځته کولو په لټه کې دی. 

نوموړي له  مجاهدینو او د اسلامي امارت له مسئولینو غوښتي، چې د بیت المال په ساتنه کې هڅې وکړي او له بې ځايه مصارفو دې ډډه ورکړي. 

بلخوا د امربالمعروف او نهي عن المنکر وزیر په هېواد کې د شرعي احکامو پر اجرا او تطبیق ټینګار کړی او کونړ کې یې د اسلامي امارت له مسئولینو غوښتنه کړې، چې دې برخه کې هر اړخیزې هڅې وکړي.

تړلي موضوعات