د کابل او کوالالامپور ترمنځ د ښوونیزو اړیکو پر پیاوړتیا خبرې شوې
مالیزیا کې د اسلامي امارت سفیر نقیب الله احمدي او د افغانستان بهرنیو چارو وزارت لومړي سیاسي ریاست رئیس شیخ مفتي نور احمد نور د مالیزیا پوهنې وزارت د نړېوالو اړیکو او ستراتیژیکو پروګرامونو مشرې اغلې فاضله فاضل سره کتلي.
مالیزیا کې د افغانستان سفارت په خپله اېکس پاڼه ویلي، دې کتنه کې دواړو لوریو د افغانستان د ښوونیزو بنسټونو د پیاوړتیا، د ښوونیزو مرکزو جوړولو او د ښوونې کیفیت د لوړولو په اړه خبرې اترې کړې دي.
دې کتنه کې د مالیزیا پوهنې وزارت د نړېوالو اړیکو مشرې افغان چارواکو سره د کابل او کوالالامپور ترمنځ د ښوونیزو اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.