پر شرعي قوانینو نیوکه جرم دی

پر شرعي قوانینو نیوکه جرم دی افغانستان
د افغانستان د عدلیې وزارت

د عدلیې وزارت ویلي، د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان پر اساس ټولې امارتي ادارې مکلفې دي، چې خپل تقنیني اسناد د شرعي اصولو پر اساس چمتو کړي. 

دې وزارت ټینګار کړی، چې د هېواد په تقنیني اسنادو کې هیڅ داسې ماده نشته، چې د قرانکریم، پیغمبر صلی الله علیه وسلم سنتو او حنفي فقې سره په ټکر کې وي او ټول تقنیني اسناد په بشپړ ډول د شریعت مطابق دي. 

په همدې حال یاد وزارت ګواښ کړی، چې پر تقنیني اسنادو د تعصب او یا د نظام د تخریب لپاره د هڅې په موخه هر ډول نیوکه د منلو وړ نه ده او هر هغه څوک چې د تخریب قصد لري عدلي او قضایي ارګانونو ته به ور وپېژندل شي.

تړلي موضوعات