افغانستان کې د جنګي جنایتونه له کبله استرالیا له خپلو ۱۰ قومندانانو مډالونه بیرته اخلي

افغانستان کې د جنګي جنایتونه له کبله استرالیا له خپلو ۱۰ قومندانانو مډالونه بیرته اخلي افغانستان
افغانستان کې د اسټرالیا ځواکونو جنګي جنایتونه

د اسټرالیا حکومت وایي، له خپلو هغو پوځي قومندانانو څخه یې د مډالونو د بیرته اخیستو پرېکړه کړې، چې په افغانستان کې یې جنګي جنایتونه کړي دي.

اې اېف پي خبري اژانس ویلي، دې لس اسټرالیايي قومندانانو تر قومندې لاندې جنګي واحدونو یې په افغانستان کې جنګي جرمونه او غیر قانوني چلند کړی دی. 

یاد خبري آژانس دغه راز زیاته کړې، چې د محرمیت د خوندیتوب له امله به د دغو قوماندانانو نومونه خپاره نه شي.

د استراليا حکومت له دې وړاندې ويلي و، چې په افغانستان کې د وژل شويو بې ګناه افغانانو کورنيو ته تاوان ورکوي. 

د يادونې ده، چې اسټراليايي ځواکونو په افغانستان کې ګڼ وحشیانه جنایتونه ترسره کړي، چې د هېواد روزګان ولایت کې ډلیزې وژنې او په عامو وګړو بمبارۍ لا هم د دوی پر تندي جنایتانه داغونه دي.د يادونې ده، چې اسټراليايي ځانګړي ځواکونه په افغانستان کې په وحشيانه او غير قانوني ډول د بې ګناه خلکو په وژنو تورن دي.

تړلي موضوعات