د افغانستان رئیس الوزراء د ټاپي پروژې پرانېستې لپاره هرات ته ورسېد

د افغانستان رئیس الوزراء د ټاپي پروژې پرانېستې لپاره هرات ته ورسېد افغانستان
هرات ولایت ته د رئیس الوزراء سفر

د افغانستان رئیس الوزراء ملا محمدحسن اخند د لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ نن سهار د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د ټاپي او نورو پرمختیایي پروژو د پرانېستې مراسمو کې د ګډون او پرانېستې په موخه هرات ولایت ته ورسېد. 

ټاکل شوې دې مراسمو کې به د ټاپي نل لیکې ترڅنګ د انرژي، ټرانسپورټ، تېلو او ګازو پروژې هم پرانېستل شي.

تړلي موضوعات