عالیقدر امیرالمؤمنین مسؤلینو ته: واسطه عدالت له منځه وړي؛ له منلو یې ډډه وکړئ!

عالیقدر امیرالمؤمنین مسؤلینو ته:  واسطه عدالت له منځه وړي؛ له منلو یې ډډه وکړئ! افغانستان

عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ القران والحدیث مولوي هبة الله اخندزاده بلخ کې مسؤلینو ته په وینا کې وویل، نور د ولس د خدمت وخت را رسېدلی دی او خلکو سره مو اړېکه باید د تقوا او مسلمانۍ له مخې وي.

عالیقدر امیرالمؤمنین د بلخ سیمه ییزو چارواکو ته د توصیې په ډول ویلي، د نظام پایښت عدالت تضمینوي نو له ټولو خلکو سره د هر ډول ژبني قومي او سمتي تبعیض پرته چلند وکړئ.

د اسلامي امارت مشرتابه سیمه ییزو چارواکو ته لارښوونه کړې چې د سفارش او واسطې له منلو دې ډډه وکړي ځکه بې واسطې خلک پاتې کیږي او په دې سره عدالت له منځه ځي.

د امیرالمومنین په دې لنډه وینا کې تر ډېره ټېنګار ټولو خلکو سره په ښه چلند شوی، نوموړي ویلي، افغانستان د شهیدانو، ټپیانو، مظلومانو او مجاهدینو ټاټوبی دی دلته هر انسان کړېدلی، او باید ښه خدمت یې وشي.

د اسلامي امارت مشرتابه په عین حال کې د غرب او د هغوی د پلویانو ماته د الله تعالی نصرت بللی او دا بریا یې د رب له لوري ګڼلې.

د بې وزلو او یتیمانو خدمت، د بیت المال ساتنه او مستحقینو سره د مرستې تر څنګ خلکو ته دیني، دنیاوي او اقتصادي خدمتونه نور هغه څه و چې عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله یې په اړه چارواکو ته لارښوونې او سپارښتنې کړې.

تړلي موضوعات