د ولس او مسؤلینو حال پوښتنه؛ شمال ته د امیرالمؤمنین سفر پای ته ورسېد

د ولس او مسؤلینو حال پوښتنه؛ شمال ته د امیرالمؤمنین سفر پای ته ورسېد افغانستان

عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تېرو څو ورځو کې د هېواد شمال لوېدیځو، شمالي او شمال ختیځو ولایتونو ته سفرونه ترسره کړل.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند ویلي، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ القرآن و الحدیث مولوي هبة الله اخندزاده دا سفرونه بادغیس، فاریاب، جوزجان، سرپل، بلخ، سمنګان، بغلان، کندوز، تخار او بدخشان ولایتونو ته وو او هلته یې له عامو خلکو، علماوو، مسؤلینو او مجاهدینو سره کتلي دي.

مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت زیاتوي، چې عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله هر ولایت کې له مسؤلینو، عامو خلکو او مجاهدینو سره ناستې کړې او د ستونزو اورېدو او حل ډاډ وروسته یې یووالي او وحدت ته رابللي دي.

عالیقدر امیرالمؤمنین دې کتنو کې د شریعت په تطبیق، یووالي او له ولس سره په ښه چلند ټینګار کړی او مسؤلین یې خپلو مسؤلیتونو ته متوجه کړي او لازمې سپارښتنې او هدایات یې ورته کړي.

سیاسي شنونکي د شمال لسو ولایتونو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین سفر مهم ګام بولي او زیاتوي، چې دې سره به د ولس ستونزو ته د اسلامي امارت مشرتابه لخوا ژر رسېدنه ممکنه شي او د اسلامي نظام چارې به لا ګړندۍ او اغېزمنې شي.

د یادونې وړ ده، چې عالیقدر امیرالمؤمنین وخت نا وخت د هېواد بېلابېلو ولایتونو څخه لیدنه کوي او د ولس ستونزو او وضعیت ارزولو تر څنګ د مسؤلینو حکومتي چارې او له ولس سره یې چلند څاري، چې دیني علماء دا کار د اسلامي نظام د امیر یوه ځانګړنه او مسؤلیت ګڼي.

تړلي موضوعات