د خوست والي، تېري کونکو ته غاښ ماتونکی ځواب ورکړئ

د خوست والي، تېري کونکو ته غاښ ماتونکی ځواب ورکړئ افغانستان
ځاخي میدان ولسوالۍ ته د خوستوالي سفر

د خوست والي مولوي عبدالقیوم روحاني د ځاځي میدان ولسوالۍ اړوند ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د وروستیو نښتو له سیمو او له امنیتي ځواکونو سره کتلي.

مولوي عبدالقیوم روحاني دې کتنه کې ویلي، چاته اجازه مه ورکوئ، چې د هېواد یوه لوېشت خاوره هم تر خپل واک لاندې راولي.

ښاغلي روحاني امنیتي ځواکونو ته لارښوونه کړې، چې د دښمن کلک مخنیوی وکړئ او له خپلې خاورې او ولسونو څخه د دفاع برخه کې خپل سپېڅلې فریضه ادا کړئ.

د خوست والي داسې مهال د ځاځي میدان ولسوالۍ ته سفر کړی، چې د راپورونو له مخې تازه یو ځل بیا د افغان پوله ساتو ځواکونو او پاکستاني ملېشو ترمنځ نښته شوې.

د یادونې ده، چې وړمه ورځ د خوست مرستیال والي هم ځاځي میدان ولسوالۍ ته د سفر پر مهال امنیتي ځواکونو ته د تیارسۍ امر کړی و.

تړلي موضوعات