یو نیم میلیون کسانو ته به د کار زمینه برابره شي

یو نیم میلیون کسانو ته به د کار زمینه برابره شي افغانستان
د کار او ټوالنیزو چارو وزارت مسئولینو د خپلو یو کلنو لاسته راوړنو د تشریح پرمهال

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د تېر کال لاسته راوړنو تشریح پروګرام کې وویل، بېلا بېلو ادارو سره یې ۱۵ هوکړه لېکونه لاسلیک کړي، چې دې سره به یو نیم میلیون کسانو ته په مستقیم او یا هم غیر مستقیم ډول د کار زمېنه برابره شي. 

د یاد وزارت مسئولینو د معلوماتو له مخې تېر کال یې یو سلو ۱۸ زره او ۷۵۵ کورنیو او ۳۳۸۱ بهرنیو وګړو ته د کار جوازونه وېشلي دي. 

کار او ټولنیزو چارو وزارت همداراز تېر کال کې د هغو ۷۴ زره ۷۳۸ کسانو یادونه وکړه چې په خبره یې د کار بازار ته په کتو یې حرفوي زده کړې ورکړې. 

د چارواکو په وینا همدې موده کې د فني او حرفوي زده کړو ۱۵مؤسسو د فعالیت جوازونه ترلاسه کړي او ۴نورو بیا تمدید کړي دي. 

قطر، روسیه او متحده عربي اماراتو سره د ماهرو او نېمه ماهرو کارګرانو د لېږلو په اړه لازمه همغږۍ او د ۹ هوکړه لېکونو مسودو چمتو کول نور هغه څه دي چې وزارت یې له خپلو لاسته راوړنو بولي.

تړلي موضوعات