د اسلامي امارت بیا واکمنېدو سره د قومونو ترمنځ د شخړو کچه هم ټیټه شوې

د اسلامي امارت بیا واکمنېدو سره د قومونو ترمنځ د شخړو کچه هم ټیټه شوې افغانستان
د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزارت مسئولینو خپلې لاسته راوړنې له رسنیو سره شریکې کړلې

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت مسئولینو د خپلو یو کلنو لاسته راوړونو تشریح پروګرام کې ویلي، تېر یو کال کې د ۳۰۴ غونډو او ۵۲۵ ناستو په جوړولو سره د قومونو او خلکو ترمنځ شخړې او دښمنۍ په بشپړ ډول حل کړي دي.

د یاد وزارت د مسئولینو په خبره، تېر یوه کال کې یې ۷۰۰سیمه ییزې ستونزې په ګوته او اړوند مارجعو سره شریکې کړې دي، چې په ترڅ کې یې د حکومت له لوري ۴۰۰پروژې ورته منظورې شوې دي.

بلخوا یاد وزارت زیاته کړې، د هېواد له سرحدونو ساتنه د دې وزارت له لومړیتونو څخه دی او په تېر یوه کال کې یې دې برخه کې جدي هڅې هم کړې دي.

تړلي موضوعات