د ممنوعه سازمانونو لیست څخه د ا.ا نوم ایستل به د دوه اړخیزو اړیکو د پياوړتیا لامل شي

د ممنوعه سازمانونو لیست څخه د ا.ا نوم ایستل به د دوه اړخیزو اړیکو د پياوړتیا لامل شي سیاست
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت

د بهرنیو چارو وزارت قزغزستان جمهوریت له لوري د ممنوعه سازمانونو له لېست څخه د افغانستان اسلامي امارت د نوم اېستلو په غبرګون کې ویلي، دا چاره به له نورو هېوادونو سره د دوه اړخیزو اړیکو پیاوړتیا برخه کې خنډونه لرې کړي. 

د یاد وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ویلي، د نورو هېوادونو په څېر د قزغزستان دا ګام سیمه او نړۍ کې اسلامي امارت په تړاو د سیاسي درک رامنځته کېدو ښکارندویي کوي. 

ښاغلي بلخي په خپله اېکس پاڼه په دې اړه ویلي، اسلامي امارت د قزغزستان دا ګام د ستاینې وړ بولي او هرکلی یې کوي.

تړلي موضوعات