چین افغانستان ته د ۱۰۰میلیونه ډالرو په ارزښت ماشینري او وسایل استوي

چین افغانستان ته د ۱۰۰میلیونه ډالرو په ارزښت ماشینري او وسایل استوي افغانستان
چین کې د افغانستان سفیر د منځنۍ اسیا د نفت او ګاز شرکت رئیس سره کتلي

چین کې د افغانستان سفیر مولوي اسدالله بلال کریمي د منځنۍ اسیا د نفت او ګاز شرکت(CAPEIC) رئیس با ون بن لي سره د افغاستان د نفتو د استخراج په اړه خبرې کړې دي.

دې کتنه کې د یاد شرکت رئیس د افغانستان د نفتو استخراج پروژه مهمه بللې او ویلي یي دي، نږدې راتلونکي کې به د ۱۰۰میلیونه ډالرو په ارزښت ماشینري او وسایل افغانستان ته واستوي.

ښاغلي لي زیاته کړې، د افغان انجنیرانو د ظرفیتونو لوړولو په موخه به ورته د چین پوهنتونونو کې د زده کړو زمینه برابره کړي.

تړلي موضوعات